29025431_1610425912356171_4544036203296456704_n

د خوست په تفریخي غونډۍ کې د کېنول شویو نیالګیو په شمول د ملي بیرغ پایه غورځول شویده

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،څو ورځې وړاندې د وطن ګوند او یو شمیر ځوانانو لخوا د خوست په تفریحی غونډۍ کې د نیالګیو په شمول د ملي بیرغ پایه نصب شوې وه خو نن دافغانستان له اسلامي نظام نه د ملاتړ ګوند لخوا یاد نیالګي او د ملي بیرغ پایه له منځه وړل شوې چې د خوستیو ځوانانو توند غبرګون یې پارولی دی یادو ځوانانو نن ماښام ناوخته په ډلیز ټوګه دغه د ملي بیرغ پایه له سره نصب کړه او له حکومتي چارواکو يې غوښتنه وکړه چې هرچا چې ملي بیرغ ته بې احترامي کړي باید مجازات شي د ولایتي شورا یو شمیر غړي د مجاهدینو تنظیم دغه عمل غندي او وايي چې هیچاته به اجازه ورنکړي چې دغه تفریخي غونډۍ د نمرو په نوم وویشي. او دغه ځمکه په یو اوبل نوم غصب کړي هڅه مو وکړه د موضوع په تړاو د افغانستان اسلامي نظام څخه د ملاتړ ګوند نظر له ځانه سره ولرو خو دوی په دي اړه د نظر ورکولو څخه ډډه کوي د یادولو وړه ده چې په خوست کې هر کال د نیالګیو کینولو اشر کیږي چې ځوانانو په ډلیزه ټوګه پکې نیالګي کینوي ترڅو یو زرغون خوست ولري او س چې د یو شمیر کسانو له لورې کینول شوي نیالکي ایستل شوي نو د ځوانانو سخته غصه يي راپرولي ده
اکبریاسینی فرحت نیوز خوست