28576492_344124752753974_7058982863253912468_n

خوست کې له چاودیدونکو توکو ډک هموي موټر نیول شوی

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،دخوست اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې په سیمه کې د خوست امنیتي ګډو ځواکونو یو هموي موټر بم هدف ته تر رسیدو وړاندې کشف او حنثی کړ د لومړۍ پلي لوآ چارواکي وایي چې په دغه نیول شوي هموي موټر کې ۳ ټنه چاودیدونکي مواد ځای پرځای شوي وو چې هدف ته د رسیدو وړاندې کشف او ونیول شو د ۲۰۳ تندر لومړۍ پلي لوآ قوماندان وايي چې دغو کسانو غوښتل څو د ښار په اړوند سیمه کې دغه موټرته چاودنه ورکړي خو د خلکو په همکارۍ یې هدف ته له رسیدو وړاندې کشف او حنثی کړ تراوسه د دولت كومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي. عام باور دا دی که چېرې غیرې قانوني کړنې په اړه روانه مبارزه دوام ومومي او چاواکي د قانون په پلي کیدو کې بې پرې پاتې شي، نو په خوست به د ډډمن امنیت ترڅنګ په امنیتي ادارو د خلکو باور لا زیات او د امنیت راوستو په برخه کې به یې تل همکار پاتې شي.

 


اکبریاسینی خوست‎