4dbfa6b22ddb060c0c4b72dfbc6a6987_Generic

په لغمان کی مشهور وسلوال مخالف لعل آغا ووژل شو

دفرحت خبري اژانس د خبر له مخې نن د دوه بجو په شا و خوا کې د الینګار ولسوالۍ اړوند د سلینګار په سیمه کې د مخالفو وسلوالو د مشهور قوماندان نعمت الله مرستیال لعل اغا د افغان امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی. لعل اغا چې په یاده سیمه کې یې په ډېری تروریستي فعالیتونو، د بې ګنا انسانانو په وینو تویولو، د سړک د غاړو د ماینونو په ځای پر ځای کولو او د الینګار په مسیر وخت نا وخت د افغان امنیتي ځواکونو په ځینو پوستو په غلچکي بریدونو کې لاس درلود، نن د سلینګار په سیمه کې په داسې حال کې چې د یوې ډلې وسلوالو مخالفینو سره د حرکت په حال کې و، د افغان امنیتي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی. ولایت مقام د افغان امنیتي ځواکونو دغه مېړانه ستایي او د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو مسولینو ته سپارښتنه کوي، چې د عملیاتو او وسلوالو نښتو پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته خاصه توجو وکړي.

عبدالقویم ریحان