26648525_1027237520748717_540732393_n

یوتن وسله وال په لغمان کې یوه مدافع وکیله وژله

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې نن د یوولس نیمو بجو په شا و خوا کې د مرکز اړوند د سلطان غازي بابا په ښار ګوټي کې د امید په نوم یو تن له یو کرولا موټر څخه په بل موټر چې د شعیبې په نوم یوه مدافع وکیله او د هغې ځینې نور همکاران ور سره ناست ول، ډزې کړي، چې له امله یې شعیبه شهیده شوې، د ملیحې او سلیمان په نومونو دوه تنه نور په دغه پېښه کې زخمیان شوي دي، چې زخمیان فعلا د لغمان د عامې روغتیا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. شعیبه چې په لغمان کې یې ( عدالت د ټولو لپاره ) د موسسې سره کار کاوه یوه مدافع وکیله وه او د لومړنیو معلوماتو له مخې ویل کېږي، چې نوموړې د امن کور اړوند یوه قضیه انتقالوله، کومه چې د امید نامي د کورنۍ اړوند وه. اوسمهال امنیتي او کشفي ارګانونو د دغې قضیې چې یو جنايي اړخ لري د دقیقې څېړنې په موخه پلټنې پیل کړي، چې تر دې دمه یې د تورن کس ( امید ) یو کاکا او دوه تنه نور د قضیې په تړاو نیولي، چې د نیول شویو کسانو څخه د قضیې د لا روښانتیا په موخه څېړنې روانې دي او د امید نامي تورن کس پسې هم د امنیتي او کشفي ارګانونو پلټنې په شکمنو ځایونو کې روانې دي.