r f

د مخالفینو د دوو مشهورو قوماندانانو په ګډون ۳ تنه ووژل شول او ۳ نور یې شدید زخمیان دي

دفرحت خبري اژانس د خبر له مخې تېر مازیګر ناوخته د الینګار په استقامت د مرکز اړوند د بسرام په سیمه کې د ملي اردو او مخالفو وسلوالو تر منځ په وسلواله نښته کې د عبدالرحمان مسلم او تور ګل په نومونو دوه تنه مشهور تروریستان او د مخالفینو مهم قوماندانان او دغه راز د جلال الدین په نوم د دوی د ګروپ یو تن غړی وژل شوي او ۳ تنه نور مخالفین بیا په دغه نښته کې د افغان ملي اردو له لوري په ډزو کې شدید زخمیان شوي دي. د مخالفو وسلوالو ذکر شوي دواړه مشهور قوماندانان هغه مهم تروریستان ول چې د الینګار په مسیر یې په ډېری تروریستي فعالیتونو، د سړک د غاړو د ماینونو په ځای پر ځای کولو، د بې ګناه انسانانو په وینو تویولو، وخت نا وخت د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو په بریدونو او نورو ډېرو ناروا کړنو کې لاس درلود، چې عبدالرحمان مسلم یې وړاندې هم درې ځلې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په بېلا بېلو نښتو زخمي شوی و. په دغه نښته کې د ملي اردو یو تن هم په شهادت رسېدلی او درې تنه نور یې سطحي زخمیان دي، چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی. د لغمان ولایت مقام د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه ستره لاسته راوړنه ستايي او تر څنګ یې ټولو ځواکونو ته سپارښتنه کوي، چې د عملیاتو او د وسلوالو مخالفینو سره د نښتو پر مهال د ملکي کسانو ژوند ته خاصه توجو ولري. دغه راز ولایت مقام د شهید سرتېري روح ته د مغفرت دوعا کوي، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله لري او کورنیو ته یې د خپل تسلیت مراتب وړاندې کوي. د یادونې ده چې په روان لمریز کال کې د مخالفینو د دغو دوو مشهورو قوماندانانو په وژلو سره د مخالفو وسلوالو د وژل شویو قوماندانانو او سرګروپانو شمېر شپاړسو تنو ته ورسېده.

عبدالقیوم ریحان ننگرهار