26107851_1020462754759527_1078806610_o

په مومندرې ولسوالۍ کې دځای پرځای شوو بمونو په چاودنوسره جومات شهید شوه

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی، ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند د ګردي غوث زیارت جومات د اسلامیت او بشریت د دښمنانو له لورې ماینونه ځآی پر ځای شوو،چې نن سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې یې چاودنې کړې،چې په ترڅ کې یاد جومات شهید او څېرمه زیات هم زیانمن شوی دی . جومات ته د اېښودل شوو ماینونو د چاودنو پر مهال په جومات کې ګڼ شمیر قران کریم او د نورو دیني زده کړو کتابونو هم شتون درلود. څه موده وړاندې هم په مومندرې ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات کې چاودنه شوې وه،چې له امله یې ملا امام شهید او اته نور لمونځ کوونکي ټپیان شوي وو. سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په اسلامي مقدساتو بریدونه په کلکو ټکو سره غندلي او دا کړنه یې یو نه بځښوونکی عمل بللی.

عبدالقیوم ریحان ننگرهار