yv c fc

په ننګرهارکی نهه داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

دفرحت خبری آژانس دخبر له مخی،ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پیل شوو سیلاب ۴، نهم نمبر عملیاتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۴ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي،همدا راز دوه حلقې د وسایطو ضد ماینونه هم کشف او لمنځه وړل شوي دي. د دې عملیاتو پر مهال د خوزه خیلو او پیره خیلو په سیمه کې څلور کلي هم د داعش له شتون څخه پاک شوي دي اود راقیب په نوم یو شکمن کس هم نیول شوی دی .

عبدالقیوم ریحان ننگرهار