فرحت- اسپوټينګ د المان د رسمي دولتي خبري آژانس په حواله خبر ورکړی دی، چي د المان د دفاع وزیره آورزولا فن در لاین د دوشنبې په شپه ناوخته په مزارشریف کي د الماني سرتېرو نظامي اډې ته تللې.
ویل کېږي، چي آغلې لاین به په دې سفر کي له خپلو سرتېرو سره په دې اړه خبري وکړي، چي له هلته له روان وضعیت سره څه ډول چلند وکړي.
دا سفر په داسي مهال کېږي، چي ولسمشر د یوه فرمان له مخي د بلخ د والي عطا محمد نور پر ځای بل والي استولی.
دمګړی المان په افغانستان کي زر سرتېري لري، چي د بلخ په مرکز مزارشریف کي دندي مخته وړي.
په افغانستان کي د امنيتي او سیاسي وضعیت له خرابېدو وروسته ناټو د حالاتو د کنټرول لپاره د نورو نظامیانو د را استولو هوډ لري.
د المان د دفاع وزیره په یوه نا اعلان شوي سفر بلخ تللې
صدیقیدسامبر 19, 2017سیاسی, پشتودیدگاهها برای د المان د دفاع وزیره په یوه نا اعلان شوي سفر بلخ تللې بسته هستند
مطلب قبلیپه لغمان کی د بدر په نوم د وسلوالو مخالفینو مشهور قوماندان ووژل شو
مطلب بعدیپه ننګرهارکی نهه داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته