66rddsax

په لغمان کې د دوو پرله پسې چاودنو له امله دوه تنه مړه او شبږ تنه نور ټپان شول

دفرحت دخبری آژانس دخبر له مخی،د لغمان ولایت د مرکز اړوند د ګومین په قلعه چه سیمه کې د شوې دوهمې چاودنې له امله یو تن ملکي په شهادت رسیدلی او شپږ تنه نور ملکیان چې ټول کوچنیان دي په دغه چاودنه کې زخمیان شوي، چې دا مهال په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.بل لور ته په سهارنۍ لومړنۍ چاودنه کې د ملي امنیت ټپي شوي د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک پیښه تائیدوي زیاتوی چی سرتېري هم د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې په شهادت رسیدلی دی.