25463785_1950338691898269_642608850_n

په هلمند ولايت کی له ۵۷ د شهيدانو وارثينو او ټپيانو سره نغدي مرسته وشوه

دفرحت خبری آژانس دخبر له مخی،د اجرايه رياست د حکم له مخې دهلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ورستيو جګړو، ترهګريزو بريدونو او ماين چاودنو له کبله د ۱۹ شهيدانو کورنيو او ۴۶ زخميانو باندې د هلمند والي حيات الله حيات له لوري نغدي مرسته ووېشل شوه. ددې مرستې ويشلو پر مهال د اجرايه رياست مشاورينو، اړوند کمېسيون او د ولايتي شورا استازو هم ګډون درلود، چې په سرکې د شهيدانو روح ته د دعا لاسونه پورته شول، ټپيانو ته د شفا او کورنيو سره يې د حکومت په استازيتوب غمشريکي او خواخوږي وشوه. د حکم له مخې د هر شهيد کورنۍ ته سل زره افغانۍ او ټپي ته پنځوس زره افغانۍ ورکول شوې. په شهيدانو او ټپيانو کې تر ډېره ملکي وګړي شامل دي، چې ډېری برخه يې د وسله والو مخالفينو په ترهګريزو بريدونو او ماين چاودنو کې شهيدان او ټپيان شوي دي.

انوارالله انوری فرحت خبری آژانس هلمند