25497091_1015971535208649_1522464876_n

په جلال اباد ښار کې نشه یې توکې او دوه پلورونکي یې ونیول شول

دفرحت دخبری آژانس دخبرله مخی،ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پولیسو له لورې د الکولي مشروباتو او د هیروینو د پلور په تور دوه تنه نیول شوي دي . د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند پښتونستان واټ په سیمه کې د پلټنو پرمهال په یوه هټۍ کې ۲۱ قطعې الکولي مشروبات تر لاسه او په تور یې د اباسین په نوم هټیوال ونیول شو،همدا راز د دې ښار څلورمې ناحیې اړوند چپرهار هډې په سیمه کې د بصیر په نوم یو تن د ۲۳ پوړیو هیروینو سره،چې غوښتل یې په پرچون ډول یې وپلوري ونیول شو. نیول شوي کسان تر څېړنې لاندي دي.

عبدالقیوم ریحان فرحت خبری آژانس ننگرهار