25440912_1014167428722393_1331996978_o

په لغمان کی ۲۵۶ له کډوالۍ راستنو شوو کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د لغمان ولایت د ولایتي ادارې او د کډوالو او بیرته راستندونکو چارو ریاست په هلو ځلو ، په هغو ۲۵۶ کورنیو چې په دې ورستیو کې له ګاونډیو هیوادونو خپل هیواد او بیا خصوصا لغمان ولایت ته راستنه شوي دي نن پرې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نغدي او د ژمنیو توکو مرسته ترسره شوه . په همدې موخه په جوړو شو مراسمو کې د ولایت مقام په استازیتوب د ولایت مالي او اداري ریس حاجي محمد شیرین نصرت ، د لغمان ولایت د کډوالو چارو ریس انجینر شاکر الله شاکر او د UNHCR مرستندویه موسسې استازو ګډون درلود . د ولایت مالي او اداري ریس یادو کورنیو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل ، چې ولایتي اداره تل هڅه کوي تر څو کډوالو ، داخلي بې ځایه شوو او بې وزلو کورنیو سره د نړیوالو مرستندویه موسسو په همکاریو د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د مرستو زمینه برابره کړي . نومړې وویل ولایتي اداره په هڅه کې ده ترڅو کډوالو ته د سرپناه او نورور مرستو د برابرولو په موخه کوټلي ګامونه واخلي ، او په دې برخه کې یې د زیاتو نړیوالو مرستندویه موسسو پام دې ولایت ته اړولی دی . ورپسې د کډوالو چارو ریس انجینر شاکر شاکر هم د خبرو پرمهال د ولایت مقام ، د UNHCR او له ټولو هغو مرستندویه موسسو څخه مننه وکړه چې تل یې په لغمان ولایت کې کډوالو او د اخلي بې ځایه شوو دکورنیو سره په هره برخه کې همکاري کړې او لا هم دا لړې دوام لري . ښاغلي شاکر وویل نن هرې کورنۍ ته دوه سوه امریکایې ډالر او په ژمنیو توکو کې څلور تختۍ کمپلې ورکړل شوې ، نومړې وویل د UNHCR موسسې له لورې په مجموعي توګه ۶۸۷ کډوالو کورنیو سره دغه مرسته ترسره کیږي چې دا لړۍ دوام لري . هغه کورنۍ چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې له ولایتي ادارې ، کډوالو چارو ریاست او له ټولو مرستندویه موسسو څخه یې مننه وکړه ، چې په دې ساړه ژمي کې یې ورسره همکاري وکړه .

عبدالقیوم ریحان فرحت خبری آژانس لغمان