25323943_1013594342113035_1368793245_n

په ننګرهارکی د وسله والو طالبانو قومندان وسلو او بيرغونو سره ونيول شو

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د سه شنبی په شپه (دلندی میاشتی۲۱) ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ پولیسو تېره شپه هزار ناو سيمه کې د وسله والو طالبانو قومندان حنيف الله مشهور په پړق د ۳ مېله وسلو او ۵۵ بيرغونو سره يو ځای ونيوه. د معلوماتو له مخې په نيول شويو وسلو کې يو ميل پيکا، يو ميل کلاشنکوف او يو ميل تومانچه شامل دي. نيول شوي وسله وال طالب په خپلو جرمونو اعتراف کړی او تر پوښتنو لاندې دی.

عبدالقیوم ریحان فرحت خبری آژانس ننگرهار