25323202_1013619142110555_567995394_n

په ننګرهارکی دیوباربری موټرکې سلګونه وسلې او زرګونه فيره مرمۍ ونيول شوې

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ نوي ګمرک سيمه کې د ملي امنيت موظفينو تېره شپه په يوه ټيلر موټر کې چې په کې سيمنټ بار و ۱۵۲ بېلابېل ډوله وسلې او ۳۵۳۲۵ فيره د بېلابېلو وسلو مرمۍ ونيولې. د معلوماتو له مخې په دغه وسلو کې ۱۴۶ بېلابېل ډوله تومانچې او ۶ ماشيندارې شاملې دي. دغه وسلې وسله والو مخالفينو جلال اباد ښار ته لېږدولې او بيا غوښتل، چې د تخریبي کړنو په موخه يې په ښار او ولسواليو کې پر خپلو غړو توزيع کړي. د يادو وسلو په تړاو څوک نه دي نيول شوي؛ خو امنيتي مسئولينو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.

عبدالقیوم ریحان فرحت خبری آژانس ننگرهار