667u7yyy

په لغمان ولایت کې په (۲۸۷) راستنو شویو کورنیو څه د پاسه درې میلونه افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه

دفرحت خبری آژانس دخبر له مخی،د لغمان ولایت په مرکز او بیلابیلو سیمو کې د ولایت مقام او د لغمان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د ریاست په هلو ځلو، د WFP په مالي مرسته په هغو کډوالو کورنیو چې په دې وروستیو کې هېواد ته راستنې شوې وې، نن د لغمان ولایت د مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار، د لغمان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د رئیس انجینر شاکرالله شاکر او د یادې مرستندویه ادارې د استازو په لاسونو نغدي برابره شوې مرسته وویشل شوه. د مرستې د ویش پر مهال د لغمان ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار وویل چې ولایتي اداره په هر حال کې دا خپل مکلفیت ګڼي چې په هره برخه کې د خپلو ولسونو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته په خپل وخت رسیده ګي وکړي. ښاغلي مظلوم یار د ټولو مرستندویه ادارو په ځآنګړې توګه د یادو ادارو له استازو مننه وکړه چې همېشه یې په لغمان کې د ولایتي ادارې سره یو ځای اوږه په اوږه د غریبو، بې وسه، کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو په لاسنیوي کې خپله مرسته او همکاري کړې. نوموړي همدارنګه په نورو مرستندویه ادارو هم غږ وکړ چې په دې ولایت کې د یادو طبقو له خلکو سره د ولایتي ادارې په چوکاټ کې خپلې مرستې نورې هم پراخه کړي. یاده وي چې هرې کورنۍ ته دولس دولس زره افغانۍ ورکړل شوې په همدې حال کې د UNHCR مرستندویه موسیسې له لورې شپږو کورنیو سره د کوچنې کارو او بار او د ناروغانو د درملنې په موخه د ۱۳۰۰ امریکایې ډالرو مرسته هم د ولایت مرستیال والي او د یادو موسیسو د استاذو په لاسونو ترسره شوه. د مرسته اخیستونکو کورنیو په استازولۍ څو تنو د ولایتې ادارې او د مرستندویه ادارو څخه مننه او خوښي څرګنده کړه چې تل یې د دوې اړتیاوو ته پاملرنه کړې اوپه خپل وخت یې ورسره نغدي او غیرې نغدي مرستې ترسره کړي او لاهم دا لړۍ دوام لري .

عبدالقیوم ریحان فرحت خبری آژانس لغمان