88i

د جمعې پر لمونځ کوونکو چاودنې ملا امام شهيد او اته نور ټپیان کړل

د فرحت خبري آژانس د خبر له مخې ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ د لاندې باسول د سلطان خېلو مدرسې په جومات کې نن د ليندۍ په ۱۷مه د جمعې لمانځه پر مهال په ميمبر کې د ځای پر ځای شوو چاوديدونکو توکو چاودنې له امله ملا امام شهید او اته نور لمونځ کوونکي ټپيان شول. د معلوماتو له مخې ټپيان د درملنې په موخه د غني خېلو ولسوالۍ سيمه ييز روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

عبدالقیوم ریحان فرحت خبری آژانس ننگرهار.