22236263_977369762402160_1064546701_n

په ننګرهارکی۱۴ داعش وسله وال ووژل شول او دوه نور ټپی شول

دننګرهارپه اچین اوهسکی مینی ولسوالیو په مربوطاتو کی (۱۴) داعش وسله وال وژل شوی اودوه نور ټپی شوی دی.
تیره ورځ داچین ولسوالی دعبدالخیلو، نرګوسی او مامندری په ساحو کی دګډو امنیتی ځواکونودعملیاتو پرمهال دهوایی او ځمکنی بریدونو په ترڅ (۱۱) تنه داعش وسله وال وژل شوی ، همدغه راز دهسکی مینی ولسوالی اړوند سلاح دکڅ په ساحه کی هم تیره ورځ د بی پیلوټه الوتکی په هوایی برید کی دری داعش وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپی شوی دی .
په ترسره شوو بریدونو کی دداعش وسله والو دوه پټنځایونه ، یو شمیر وسله او مهمات هم تخریب او له منځه وړل شوی دی ،دمعلوماتو له مخی په وژل شوو کی بهرنیان هم شامل دی .