JKUHHTG

په لغمان کی د پولیسو د ځانګړې قطعې په کمین کې څلور تنو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه د مرکز اړوند د درې سرو په سیمه کې د لغمان امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد په مشرۍ د پولیسو ځانګړې قطعې د کشفي او اپراتیفي مخکینو معلوماتو پر اساس د یو کمین په ترڅ کې د مخالفو وسلوالو دوه تنه مشهور کسان وژلي او دوه نور یې شدید ټپیان کړي دي، چې د وژل شویو کسانو جسدونه او دوه میله وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي.

نښته په یاده سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د مخالفینو یوې ډلې غوښتل په د درې سرو په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په یوې پوستې برید وکړي، چې د لغمان امنیې قوماندانۍ د کشفي راپورونو پر بنسټ له وړاندې ورته کمین نیولی و.

وژل شوي مخالفین چې یو یې خدای نظر او بل یې کمشیر نومېږي هغه مشهور مخالف وسلوال ول، چې د الیشنګ په استقامت یې په ډېری تروریستي کړنو، د ماینونو په ځای پر ځای کولو او د بې ګنا انسانانو په وژلو کې لاس درلود.

عبدالقیوم ریحان فرحت خبری آژانس لغمان