2754514

په ننګرهارکی ددوه بهرنیانوپه ګډون شپږ تنه داعش وسله وال ووژل شول

دننګرهارولایت هسکی مینی ولسوالی په مربوطاتو کی دبهرنیوځواکونوبی پیلوټه الوتکی هوایی بریدونوپه ترڅ کی ددوه بهرنیانوپه ګډون شپږ داعش وسله وال وژل شوی .
تیره ورځ دهسکی مینی ولسوالی اړوند اوغزکڅونواوجانوخیلوکڅونو په ساحوکی دبهرنیو ځواکونو بی پیلوټه الوتکی دداعش وسلوالو په پټنخایونوهوایی بریدونه ترسره کړی چی په ترڅ کی ددوه بهرنیانو په ګډون شپږ تنه داعش وسله وال وژل شوی .
په ترسره شوی هوایی بریدونو کی دهغوی یو شمیر وسلی هم تخریب او له منځه تللی ، ملکی وکړواو دامنیتی ځواکونو منسوبینو ته پکی زیان ندی اوښتی .