دفرحت دخبری آژانس به وینا،د پنځه دیرش میلیونه افغانیو په مالي لګښت د بي بي فاطمة الزهراه روغتون نوې ودانۍ چې په درملو، طبي او تخنیکي وسایلو تجهیز شوې، نن د عامی روغتیا وزیر داکتر فیروزالدین فیروز، د ننگرهار والی گلاب منگل، د عامی روغتیا د اداری او مالی چارو معینه داکتر ماموسی زیور او د ننگرهار د عامی روغتیا رئیس داکتر نجیب الله کامه وال پر لاس افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا روغتون یو سلو شل بسترونه لري او د ولایت په کچه به خدمتونه وړاندي کړي، تر دې وړاندې فاطمة الزهره روغتون په پوهنتون روغتون کې خدمتونه ترسره کول، چې د ځای کموالې له امله له ګڼ شمیر ستونزو سره لاس او ګریون وو، چې د ولایت مقام په همکارۍ ورته ځای او یاده ودانۍ په واک کې ورکړل شوه.
د بي بي فاطمة الزهراه روغتون نوې ودانۍ په ننگرهار کی افتتاح شو
صدیقیدسامبر 02, 2017صحتدیدگاهها برای د بي بي فاطمة الزهراه روغتون نوې ودانۍ په ننگرهار کی افتتاح شو بسته هستند
مطلب قبلیامروز بیش ازده قیلون خانه در غزنی مسدود شد
مطلب بعدیوالی ورییس امنیت ملی کندهار ازوظایف شان برکنار شدند