150104233801_afghan_security_forces_640x360_afp_nocredit

د لغمان په سنګره دره کې د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۴ تنه وسله وال مخافلین وژل شوي دي

په سنګره دره کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د مخالفینو د یو قوماندان په ګډون ۴ کسه وسلوال وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې زخمیان شوي دي تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د الینګار ولسوالۍ اړوند د سنګره درې د شغالانو، مندوزیو او شا و خوا کلیو کې چرته چې د مخالفینو اصلي پټنځایونه او ځالې دي، خاص هوايي او ځمکني عملیات کړي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د مبارز په نوم د مخالفینو یو مشهور قوماندان، رحیم الله او دوه تنه نور چې شهرت یې لا څرګند نه دي، وژل شوي او د قوماندان جانان په ګډون ګڼ شمېر نور یې شدید زخمیان شوي دي. یاد سرګروپ او وژل شوي نور مخالفین هغه کسان ول چې په الینګار ولسوالۍ سربېره یې د مرکز په ځینو سیمو او دغه راز غربي نورستان ته غځېدلې لوی لارې په اوږدو کې یې په په ډېری تروریستي کړنو، د ماینونو په ځای پر ځای کولو، د وسلو په قاچاق او د بې ګنا انسانانو د وینو په تویولو کې لاس درلود چې له وړاندې د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وه، چې تېره شپه پرې د تخنیکي او کشفي معلوماتو تر بشپړېدو وروسته د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات تر سره شوي. د یادونې ده چې د وژل شویو کسانو جسدونه لا هم په سیمه کې دي.