24282313_1005964289542707_1402158373_n

دوه اويا ليتره الکولي مشروبات او یو اندازه هیروين ونيول شول

ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې پوليسو په کرولا ډوله موټر کې دوو تنو سره ۷۲ ليتره الکولي مشروبات او يو اندازه هيروين ونيول. د معلوماتو له مخې دغه الکولي مشروبات او هيروين په ياد موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي و. د دغه الکولي مشروباتو او هيروينو په تور دوه تنه نيول شوي او تر پوښتنو لاندې دي. دغه راز په ورته وخت کې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې يو تن د نشه يي توکو پرچون پلورونکی، يو تن د غلا او بل د تومانچو د ۳۶ فیره مرمیو او پلاستيکي ولچکونو سره نيول شوي او ترې پوښتنې روانې دي.

عبدالقیوم ریحان فرحت خبری آژانس (ننګرهار)