00--oiiii

په ننګرهار ولايت کی له چاودونکو توکو ډک موټر ونيول شو

دفرحت خبری آژانس په وینا،ننګرهار ولايت دوربابا ولسوالۍ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو موظفينو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې يو بريدګر او يو عراده کرولا ډوله موټر چې له چاودونکو توکو ډک و نيولي دي. د معلوماتو له مخې په ياد موټر کې ۲۰۰ کيلو ګرامه چاودونکي توکي او ۱۶۰۰ متره د ثانيه سوز لين په ماهرانه ډول ځای پر ځای شوي و. دغه راز په ورته وخت کې په ياده سيمه کې د امنيتي مسئولينو او مخالفينو ترمنځ جګړه هم رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال مخالف ژوندی نيول شوی دی. نيول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او تر پوښتنو لاندې دي.

عبدالقیوم ریحان فرحت خبری آژانس(ننګرهار)