c9143cf5de6d244247a5d3aeabdaee55

په لغمان کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۲ تنه مخالفین وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک فرحت خبري اژانس ته وویل:تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کشمنډ په دره کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې یو کس مخالف وسلوال وژلی او د ښایسته ګل په نوم د یو سرګروپ په ګډون یې ۳ نور وسلوال شدید زخمیان کړي دي. یاد سرګروپ چې په دغه دره او د قرغیو ولسوالۍ په نورو سیمو کې یې په ډېری تروریستي کړنو کې لاس درلود له وړاندې د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وه، چې تېره شپه پرې د تخنیکي او کشفي عملیاتو تر بشپړېدو وروسته د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات تر سره شوي. بل لور ته د قرغیو ولسوالۍ په چهارباغ سیمه کې بیا تېر ماښام ناوخته د پولیسو او امنیتي ځواکونو له لوري د اغا جان په نوم یو تن مخالف وسلوال چې د حاجي ګل په نوم د مخالفو وسلوالو د یو مشهور سرګروپ مخفي غړی و هغه مهال وژل شوی چې په یاده سیمه کې یې په یوې امنیتي پوستې راکټ توغولی او د پولیسو له ځوابیه برید سره مخ شوی دی. د نوموړي جسد او یو میل کلاشینکوف هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي، چې دا مهال یې جسد په روغتون کې دی.

عبدالقیوم فرحت خبری آژانس لغمان