samangan (1) (Medium)

د ترافیکي پېښو له امله د میرمنو په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

ننګرهار ولایت د بهسودو او خوږیاڼو ولسوالیو په مربوطاتو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو له امله ۲ تنه شهیدان او د درې میرمنو په ګډون ۷ تنه ټپيان شوي دي. د بهسودو ولسوالۍ په نوي ګمرک سیمه کې تېره ورځ شاوخوا شپږ بجې د کرولا او ټیلر موټرو د ټکر له امله یو تن شهید او دوه نور ټپيان شوي دي . د معلوماتو له مخې پېښه د کرولا موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې او د دواړو موټرو چلوونکي نیول شوي دی . همدا راز د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند په حلقوي سړک هم د کرولا او رینجر ډوله ډاډسن موټرو د جنګیدو له امله یو تن شهید شوی او د درې میرمنو په ګډون دوه نور ټپيان شوي دي. سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په رامنځته شوو پېښو خواشیني ښودلې،شهیدانو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې . هغه همدا راز پر ټولو موټر چلوونکو غږ وکړ،ترڅو د موټر چلوونې پر مهال له پوره احتیاط او دقت څخه کار واخلي .

عبدالقیوم ریحان فرحت خبری آژانس ننگرهار