yuhhhg

د ځانمرګي برید له امله د بریدګر په ګډون ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند کمپونو سیمه کې نن د لیندۍ په دویمه شاوخوا دوه نيمې بجې د کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پخواني قومندان شیخ اکرم کور مخې ته ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې د بریدګر وژل کېدو سربېره د دوو ماشومانو په ګډون اته ملکي وګړي شهيدان او ۱۷ نور ټپیان دي .
د مالوماتو له مخې ځانمرګی بريد وروسته له هغې رامنځته شو، کله چې نن سهار په جلال اباد ښار کې د کوز کونړ ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکو د د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پولیسو پخواني قومندان شيخ اکرم پر ملاتړ لاريون وکړ او تر لاريون وروسته د نوموړي په کور کې تر را ټولیدو وروسته خپلو سیمو ته تلل،چې د کور مخې ته یې یاده پېښه رامنځته شوه .
د پېښې په قربانیانو کې لاریون کوونکو سربېره عام وګړي هم شامل دي .
د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته ۱۵ ټپيان وړل شوي، چې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په پېښه ژوره خواشیني ښودلې،د پېښې قربانیانو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې.
نوموړي د دغې وحشيانه پېښې په کلکو ټکو غندنه کړې او روغتيا پالو ته یې لارښوونه کړې، چې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.
عبدالقیوم ریحان ننگرهار.