2A0D4F2D-06B5-4F8D-891D-1C0C15DED114_cx15_cy14_cw67_w1080_h608

په لغمان کې یوې ترافیکي پیښې اووه کسان زخمیان کړي دي

نن شا و خوا درې بجې د کابل جلال آباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سرخکانو په سیمه کې یوه کرولا او یو ټو ډي موټر سره جنګېدلي چې له امله یې په دواړو موټرو کې اووه تنه زخمیان شوي دي. زخمیان د سرخکانو په کلینیک کې تر لومړنۍ درملنې وروسته ننګرهار ته انتقال شوي دي.

عبدالقیوم ریحان(ننگرهار)