د خواجه عمري ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه، ټاکل شوي چې دي ولسوالۍ کي د سید شاه علي اکبر مقبره په اساسي توګه ورغول شي.
دا په داسي حال کې ده، چې یاده مقبره د طبعي پیښو له کبله تر ډیره نړیدلي او د له منځه تلو له جدي ګواښ سره مخ ده.
د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسئولینو تیره اونۍ د سید شاه علي اکبر مقبري د سروي او څیړني په موخه، خواجه عمري ولسوالۍ ته سفر کړی او د دغي مقبري د سروي ابتدائې چاري یې بشپړي کړي دي.
د سید شاه علي اکبر مقبري رغونه د اطلاعات او فرهنګ ریاست د راتلونکي ۱۳۹۷ کال په پراختیایې پلان کې شامله شوي او ټاکل شوي چې نوي کال یې د رغولو چاري عملا پیل شي.
سید شاه علي اکبر د غزني ولایت له مشهورو روحاني شخصیتونو څخه دی، چي سلګونه کاله مخکي یې ژوند کاوه او زیارت یې د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ په کاریز سپید سیمه کې موقعیت لري.
خواجه عمري ولسوالۍ کې د سید شاه علي اکبرمقبره رغول کیږي
مدیر زون غربنوامبر 12, 2017دسته بندی نشدهدیدگاهها برای خواجه عمري ولسوالۍ کې د سید شاه علي اکبرمقبره رغول کیږي بسته هستند
مطلب قبلیپه کونړ کې هوان مرمۍ دوه تنه ټپیان کړل
مطلب بعدییک شفاخانه تخصصی به ارزش دو میلیون دالر امریکایی ازسوی بنیاد بیات درکابل ساخته میشود