1540135_205-1-600x350

ننګرهار،دمخالفو وسلوالو او د یو تن پولیس تر منځ ۴ وسلوال مخالفین ووژل شول

د مخالفو وسلوالو او د یو تن پولیس تر منځ په وسلواله نښته کې څلور کسه مخالفین وژل شوي، درې نور یې شدید زخمیان او د پولیس دوه ورونه هم شهیدان شوي دي

تیر ماښام شا و خوا اووه بجې د مرکز اړوند د سنګ تودې په سیمه کې د بابرزي په نوم د حوزې د یو کارمند په کور مخالفینو حمله کړې وه چې د دواړو لورو ترمنځ په وسلواله نښته کې څلور کسان مخالفین وژل شوي او د کارمند دوه ورونه چې ملکي ژوند یې درلود او کروند ګر و، هم په دغه نښته کې شهیدان شوي دي. د وژل شویو مخالفینو جسدونه اوسمهال په سیمه کې پراته دي.

عبدالقیون ریحان ننگرهار