22773582_987457098060093_524404587_n

په اچين ولسوالۍ کی درې داعش وسله وال ووژل شول

د معلوماتو له مخې تېره ورځ د د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مامندرې سيمه کې د حمزه عملياتو په ترڅ کې درې داعش وسله وال ووژل شول او د دوی يو ميل کلاشنکوف او يو راکټ انداز ترلاسه شول. عملياتو په برياليتوب سره دوام لري او تر دې دمه افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی. د يو بل خبر له مخې د دې ولايت بهسودو ولسوالۍ مقام خان سيمه کې تېره ورځ پولیسو او د ملي امنيت منسبوينو چاڼیز عمليات کړي، چې په عملياتو په برياليتوب سره دوام لري او تر دې دمه افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی. د يو بل خبر له مخې د دې ولايت بهسودو ولسوالۍ مقام خان سيمه کې تېره ورځ پولیسو او د ملي امنيت منسبوينو چاڼیز عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې له دريو کورنو څخه يو ميل کلاشنکوف، يو ميل ۳۰۳ بر ټوپک، يو ميل تومانچه او يو اندازه مهمات ترلاسه کړي دي.

عبدالقیوم ریحان(ننگرهار)