ISIS-loyalists-Afghanistan

په ننګرهار ولایت کی د دوو قوماندانانو په ګډون ۹ داعش وسله وال ووژل شول

ننګرهار ولایت په اچین او روداتو ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۹ داعش وسله وال ووژل شول . اچین ولسوالۍ په تنګي سیمه کې تېره شپه د داعش پر یو مهم پټنځای هوایي بریدونه شوي،چې په ترڅ کې د سامد او حسین په نومونو د دوو قوماندانانو په ګډون اته داعش وسله وال وژل شوي یاد داعش قوماندانان د پاکستان هېواد اصلي اوسیدونکي دي. په همدې حال کې هغه داعش وسله وال،چې د هسکې مینې ولسوالۍ نرې اوبو سیمې څخه روداتو ولسوالۍ زاخیلو سیمې ته داخل شوی وو،د امنیتي ځواکونو له لورې د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو. په ورته وخت کې امنیتي مؤظفینو د خوږیاڼو ولسوالۍ په ارغچ سیمه کې د سولې او امن د ښمنانو له لورې په عمومي سړک اېښودل شوی ماین کشف او له زیان پرته یې لمنځه یوړ. د یو بل خبر له مخې تېره شپه دنازیانو ولسوالۍ په چرچنوتنګي، نخترناو او بادین کليو باندې د غرني هاوان شپیته فیره مرۍ را توغولي،چې ځاني زیان نلري.