1396021016080987610683594

د وسلوالو مخالفینو د نام نهاده ولسوال په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تېرو څلریشت ساعتونو کې د سېلاب ۱ نمبر ۸ ګډو عملیاتو او په دوو جلا نښتو کې د دولت شاه ولسوالۍ لپاره د وسلوالو مخالفینو د نام نهاده ولسوال حبیب الرحمن په ګډون یویشت تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې. د سېلاب ۱ نمبر ۸ ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې چې د پرون راهیسې د الیشنګ ولسوالۍ د کړپۍ او اچکزیو په سیمو پیل شوي او لا هم دوام لري تر دې دمه په کې ۱۲ کسه وسلوال مخالفین وژل شوي او دوه نور یې شدید زخمیان شوي دي. په دغو عملیاتو کې د یو حلقه ماین په کشف او خنثی کولو سربېره یو تن دماین جوړولو یوه دستګاه، او نور بېلا بېل توکي چې د ماینونو په جوړولو کې ور څخه کار اخیستل کېده دا هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي. د سېلاب ۱ نمبر ۸ ګډ چاڼیز عملیات چې په یاده سیمه کې د نویو پوستو د ایجاد او د سیمې د تصفیې او تلاشۍ په موخه پیل شوي لا هم په نورمال شکل دوام لري. بل لور ته بیا د الیشنګ ولسوالۍ د دو برجه په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ په وسلواله نښته کې د دولت شاه ولسوالۍ لپاره د مخالفینو نام نهاده ولسوال حبیب الرحمن د خپلو دوو تنو ساتونکو سره یو ځای زخمي شوی دی. همدارنګه تېر ماښام ناوخته د الینګار په استقامت د مرکز اړوند په صافیو کلا کې هم د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ په وسلواله نښته کې د دښمن یو کس وژل شوی او درې نور یې زخمیان شوي دي. په دغه نښته یو تن محلي پولیس او د عام نظم د پولیسو یو تن ساتنمن هم زخمیان شوي او یو هاموې موټر قسما زیانمن شوی دی.

عیدالقبوم ریحان(ننګرهار)