isis-daesh-taliban-300x225

اووه داعش او طالب وسله وال ووژل شول

ننګرهار ولایت هسکې مېنې او حصارک ولسواليو کې د هوايي او مخامخ جګړې په ترڅ کې اووه داعش او طالب وسله وال ووژل شول. د معلوماتو له مخې د هسکې مېنې ولسوالۍ نرۍ اوبو سيمه کې تېره ورځ د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد په ترڅ کې په يوې کرولا ډوله موټر کې ناست پنځه داعش وسله وال ووژل شول. په دغه بريد کې د داعش وسله والو کرولا ډوله موټر او يو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي. دغه راز په ورته وخت کې د دې ولايت حصارک ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ جګړه شوې، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

عبدالقیوم ریحان(ننګرهار)