islamicstate_0

په اچین ولسوالی کی۷داعش وسله وال ووژل شول

دننګرهار ولایت اچین ولسوالی په مربوطاتو کی دهوایی بریدونو په ترڅ کی (۷) داعش وسله وال ووژل شول . تیره ورځ بهرنیو ځواکونو بی پیلوټه او جیټ الوتکو داچین ولسوالی باندردیوانه بابا ، وچ کوټ او نرګوسی په سیمو کی هوایی بریدونه ترسره کړی چی په ترڅ کی دباندر دیوانه بابا په ساحه کی (۳)تنه ، وچ کوټ او نرګوسی په ساحو کی (۴) تنه داعش وسله وال وژل شوی ، دهغوی سره وسلی ، او مهمات هم تخریب او له منځه تللی . دمعلوماتو له مخی په ترسره شوو هوایی بریدونو کی ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو منسوبینو ته زیان ندی اوښتی.

عبدالقیوم ریحان(ننګرهار)