د غزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د ملي اردو د هوایې ځواکونو لخوا د ترسره شویو بریدونو په پایله کې د وسله والو طالبانو د روزني یو ستر مرکز په نښه شوی، چي په نتیجه کې یې د ۱۷ پاکستانیانو په ګډون ۲۳ طالبان وژل شوي او ۴ تنه یې زخمیان شوي دي. دغه هوایې بریدونه د پنج شنبي په ورځ له غرمي وروسته یوه بجه د ناوي ولسوالۍ په خیرو خیل سیمه کې ترسره شوي، چي طالبانو ته د ځاني تلفاتو تر څنګ د هغوی اړوند د وسلو او چاودیدونکو موادو څلور ستري ډیپوګاني هم له منځه تللي دي. په دغو بریدونو کې دغه راز د وسله والو اړوند یو هایلکس او یو فولډر ډوله موټر هم له منځه تللي دي. هیره دي نه وي، چي له یوي میاشتي راهیسي د غزني ولایت پر نا امنه سیمو د ملي اردو ځواکونو هوایې عملیاتو زور اخیستی چي پکي تر اوسه وسله والو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
په ناوه ولسوالۍ کې ۱۷ پاکستانی طالبانو ووژل شو
مدیر زون غربسپتامبر 22, 2017سیاسیدیدگاهها برای په ناوه ولسوالۍ کې ۱۷ پاکستانی طالبانو ووژل شو بسته هستند
مطلب قبلییک شخص درهرات بسوی حکمتیار بوت پرتاب کرد
مطلب بعدید پاکستان توغول شوو هوان مرمیو پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې