Laghman

د افغان ځواکونو په عملیاتو کې اووه تنه وسلوال مخالفین وژل شوي

تېره شپه د افغان ځواکونو د صفر دوه قطعې د غوڅ ملاتړ په همکارۍ د مرکز اړوند د الینګار د سیند ختیزې څنډې ته د پنج پای په سیمه کې عملیات کړي چې د مخالفو وسلوالو د یو سرګروپ ګل محمد عدالت په شمول اووه تنه وسلوال مخالفین وژل شوي، درې تنه نور یې شدید زخمیان شوي دي او څلور تنه نور مخالفین افغان ځانګړو ځواکونو ژوندي له ځانه سره بیولي دي. ګل محمد عدالت او د هغه دغه تروریستي ډله په یاده سیمه کې په ډیری جنایتونو، د سړک د غاړو د ماینونو په ځای پر ځای کولو او د بې ګناه انسانانو په وینو تویولو کې لاس درلود او له وړاندې هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څار لاندې وه.

عبدالقیوم ریحان(ننګرهار)