index

اچين ولسوالۍ کې ۴۵ داعش او يو امريکايي سرتيری ووژل شول

د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مامند درې او مکړانه سیمو کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو او د ګډو کورنیو او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۴۵ داعش وسله وال،چې اکثریت یې بهرنیان دي، وژل شوي او د دوی ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي .
همدا راز د نښتو پر مهال یو امریکایي سرتېری هم وژل شوی او څو تنه د ملي اردو کمانډویي سرتېرې هم ټپیان شوي،چې د درملنې په موخه مرکز ته لیږدول شوي دي .
د یو بل خبر له مخې د مومندرې ولسوالۍ پر خاورۍ سيمه تيره ورځ د ډیورنډ کرغېړنې کرښې اخوا څخه پاکستانيو ځواکونو ۳۶ د توپ مرمۍ را توغولي خو چاته په کې زیان ندی اوښتی .