18952729_1421623424568993_8378337508312480709_n

محمد اشرف غنی دهند لومړي وزیر نرېندرامودي سره وکتل

د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې وروسته د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د هند لومړي وزیر نرېندرامودي سره وکتل.

د هند لومړي وزیر د وروستیو تروریستي پېښو له امله جمهوررئیس غني او افغانانو ته د هند د دولت او خلکو په استازیتوب همدردي څرګنده کړه. هغه د جمهوررئیس غني په مشرۍ د حکومت کلکه اراده وستایله وې ویل، تاسې په سختو شرایطو کې خپلو خلکو او دولت ته ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

د هند لومړي وزیر د “کابل پروسې” کنفرانس په اړه وویل، یاد کنفرانس په بریالیتوب ترسره شو، موږ د افغانستان دولت په مشرۍ له دغسې کنفرانسو هر اړخیز ملاتړ کوو. هغه زیاته کړه موږ چمتو یوو چې له خپلو شریکانو په ځانګړي ډول امریکا سره په همغږۍ افغانستان سره د سولې او ثبات په تامین کې همکاري وکړو.

جمهوررئیس غني د افغانستان دولت او خلکو سره د هند د لومړي وزیر له همدردۍ مننه وکړه او هند یې د افغانستان دوست هېواد وباله. هغه د افغانستان دولت او خلکو سره د هند دوامدارې همکارۍ او د کابل پروسې” څخه ملاتړ وستایه.

د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او هند ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او اړیکو په لا پراختیا ټینګار وکړ.