18893446_1416707271727275_2504493663435130585_n

امریکا به په نیږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه خپله پالیسي نهايي کړي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یکشنبې پر ورځ ، د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دځانګړي دستیار مرستیالې او د ملي امنیت شورا په دفتر کې د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو رییسې لیزا کرتس سره وکتل.
اغلې کرتس وویل، چې د امریکا متحده ایالاتو خلک او حکومت د یوه سخت سیاسي او امنیتي حالت پر مهال د افغانستان د خلکو او دولت ترڅنګ ولاړ دي. اغلي کرتس د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او ځواکمن کیدو په اړه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړ .
اغلې کرتس په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د کابل پروسې کنفرانس د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې او د کنفرانس د غړو هیوادونو لخوا د مشترکې ستراتیژۍ جوړیدل د پام وړ نوښت دی. اغلې کرتس وویل (( د امریکا متحده ایالات د کابل پروسې له ټول پریکړو او له کنفرانس وروسته د تطبیقي پلان له عملي کیدو څخه په کلکه ملاتړ کوي. )) نوموړې هیله څرګنده کړه، چې د سیمې هېوادونه به د کابل پروسې په کنفرانس او د کنفرانس د پریکړې په عملي کولو کې فعاله ونډه واخلي.
اغلې لیزا کرتس وویل، چې د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرامپ ادارې د پالیسۍ د تدوین او بیا کتنې پروسه تکمیل شوې او شونې ده، چې په نیږدې راتلونکي کې یې جزئیات د رسنیو له لارې شریک کړي.
دواړو لوریو د امنیتي تړون په چوکاټ کې د سیمه ییز ثبات، نظامي همکاریو او د سولې له پروسې څخه د ملاتړ د تطبیقي سند د تیارولو او لاسلیکولو په اړه سلا مشورې وکړې.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د کابل پروسې له راتلونکو برنامو څخه د ډونالډ ټرامپ ادارې ملاتړ مهم وباله.
ټاکل شوې سبا ورځ د امر