18156412_769741619858955_6641969061862416159_o

حامد کرزي د پاکستان د ملي شورای رئیس سردار ایاز صادق سره وکتل

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د یکشنبې په ورځ د پاکستان د ملي شورای له لوړ پوړي هئیت سره چې مشري یې د پاکستان د ملي شورای رئیس ښاغلي سردار ایاز صادق پر غاړه درلوده د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي صادق د پاکستان د صدراعظم محمد نواز شریف لیک د افغانستان پخواني جمهور رئیس ته وسپاره. په دغه لیک کې په بلخ کې پر شاهین ۲۰۹ قول اردو باندې د تروریستي برید د غندنې او د خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ یو وار بیا له پخواني جمهور رئیس حامد کرزي څخه بلنه شوې ده چې له پاکستان څخه لیدنه وکړي. دغه بلنه د پخواني جمهور رئیس لخوا ومنل شوه او ډاډ ورکړل شو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره چمتو دی چې په یو مناسب وخت کې دغه هېواد ته سفر وکړي.
همداراز یاد پلاوي د پاکستان حکومت د ورورولي او دوستي پیغام قرائت او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د نېکو او حسنه روابطو پر تحکیم ټینګار وکړ.
حامد کرزي په خپلو خبرو کې د جهاد په دوره کې د پاکستان د خلکو له میلمه پالنې مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه د تروریزم او افراطیت پر وړاندې حقیقي مبارزه وکړي.
پخواني جمهور رئیس همداراز وویل که په افغانستان کې حالات خراب وي نو دا به د پاکستان پر حالاتو هم مستقیمه اغیزه ولري او که چېرې په پاکستان کې حالات خراب وي نو افغانستان به ترې اغېزمن وي نو له همدې کبله د دواړو هېوادنو تر منځ د دوستي او حسنه روابطو د ټینګښت لپاره له هرې ممکنې لارې څخه باید کار واخیستل شي او دغه مرام ته د رسېدو اساسي او حتمي شرط له تروریزم سره ریښتینې مبارزه ده.