18058195_848723761942848_8187903380341811442_n

د ننګرهار ولايت کې دکوکنارو د له منځه وړلو کمپاين ترسره شو

د کوکنارو د لمنځه وړلو دغه کمپاين د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت له پلان سره سم او سلاکار وزير او ننګرهار والي په لارښونه پيل شوی ، چې په ترڅ کې يې په درنور ولسوالۍ کې په لسګونه جريبه ځمکه دکوکنارو له کښت څخه پاکه شوه .
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند وايي: دسيمې د مشرانو پرمټ يې د دره نور ولسوالۍ اړوند د سوتن ، لمټک ، شيمل او شوکيالۍ په سيمو کې په لسګونو جريبه ځمکه دکوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
مومند واي: د کوکنارو د لمنځه وړلو ياد کمپاين به تر هغې په ياده ولسوالۍ کې دوام وکړي څو هدف شوي کوکنار له منځه يو وړل شي.