18198201_767863070046810_4271497309643999509_n

حامد کرزي: په افغانستان کې د سولې ټینګېدل د سیمې هېوادونو نقش ‌‌‌‌‌‌ډېر مهم وباله

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی چې د مسکو نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون په هدف روسیې ته تللی، چهارشنبې سهار یې نوموړي کنفرانس ته وینا وکړه.
د مسکو نړیوال امنیتي کنفرانس د روسیې د دفاع وزارت لخوا هرکال جوړېږي او پکښې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سیاسي شخصیتونه او د امنیتي برخې چارواکي او متخصصین برخه اخلي.
حامد کرزي په خپله وینا کې په افغانستان کې د تروریزم او افراطیت ودې ته په اشارې سره وویل له تروریزم ضد روانې جګړې سره سره چې د امریکا د متحده ایالات یې دلته پر مخ بیایي، تروریزم ورځ تر بلې زور اخلي.
د هېواد پخواني جمهور رئیس یو وار بیا ټینګار وکړ چې افغانستان دې بېرته د بېلابېلو هېوادونو د همکارۍ په مرکز بدل شي او له هر هغه اقدام څخه چې افغانستان د تقابل په ‌‌‌‌‌‌ډګر بدلوي جداً ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وشي.
حامد کرزي په دغه اړه یو سیمه ییز میکانیزم چې له بین المللي ملاتړ برخمن وي تجویز کړ تر څو په افغانستان کې د سولې راوستو ته د افغانانو هڅې تقویه کړي.
پخواني جمهور رئیس په دې برخه کې د روسیې ون‌‌‌‌‌‌ډه مهمه وبلله او د روسیې او افغانستان تر منځ همسایه توب او مشترکاتو ته په اشارې سره یې زیاته کړه چې په یادو دواړو هېوادونو کې امنیت او نا امني او ثبات او بې ثباتي یو پر بل اثر کوي.
حامد کرزي په افغانستان کې د سولې ټینګېدلو او د تروریزم محوه کولو کې د سیمې د ټولو مهمو هېوادونو لکه روسیه، چین، هند، ایران او همداراز د شانګهای د همکاریو سازمان او د سارک سازمان نقش ‌‌‌‌‌‌ډېر مهم وباله.
پخواني جمهور رئیس همداراز له نوموړو هېوادونو او سازمانونو وغوښتل چې د طالبانو تحریک سولې ته وهڅوي او دغه هدف ته د رسېدلو لپاره د افغانانو ترمشرتابه لاندې مرسته وکړي.