ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پيل شوو حمزه عملیاتو په لړ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي او شپږ شکمن کسان ژوندي نیول شوي دي.
یاد عملیات چې د ملي اردو ځانګړو کمانډویي ځواکونو له لورې ترسره کیږي،د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو پر مهال ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي،چې اکثریت یې بهرنیان دي.
د وژل شوو داعشیانو څخه یې د یو شمیر جسدونه هم په سیمه کې پاتي دي او د داعش وسله والو یو میل دهشکه او دوه میله کلاشینکوف هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ملي اردو کمانډویي ځواکونو ۶ تنه شکمن کسان هم نیولي،چې ترې څېړنې دوام لري .
په اچین ولسوالۍ کی پنځه ویشت داعش وسله وال وژل شوی
صدیقیآوریل 09, 2017سیاسیدیدگاهها برای په اچین ولسوالۍ کی پنځه ویشت داعش وسله وال وژل شوی بسته هستند
مطلب قبلیشاهراه هرات قندهار از سوی ترفداران کامران علیزایی مسدود شد
مطلب بعدیدو فرمانده ارشد شبکه حقانی در غزنی کشته شد