17629991_833708406777717_8670785663557197677_n

وسله والو طالبانو په ننګرهار ولایت کې یو دیني عالم په شهادت رسولی دی

ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د کوزبیار سیمې ملا امام مولاداد چې د یادې ولسوالۍ د قلعو سیمې اصلي اوسیدونکی دی،تېره ورځ د وسله والو طالبانو له لورې په یاده سیمه کې په شهادت رسول شوی دی .
شاوخوا دوه څلوېښت کلن یاد دیني عالم هغه مهال د وسله والو طالبانو د دوو موټر سایکل سپرو غړو له لورې په شهادت ورسول شو،چې غوښتل یې د کوز بیار څخه قلعو سیمې ته ولاړ شي .