images.jpg--۰۰۰خ

نا معلومو وسله والو په جلال آباد کی دوه قومي مشران شهيدان کړل

د جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند مجبور اباد سيمه کې نن سهار شاوخوا اته بجې د چپرهار ولسوالۍ دوه قومي مشران یار محمد او حاجي صدیق د نا معلومو وسله والو له لوري په ډزو سره شهیدان شول.
د معلوماتو له مخې قومي مشر يار محمد د ملک صديق په کور کې مېلمه و کله چې دواړه له کوره بهر شوي؛ نو نا معلومو وسله والو د کور په مخ کې په ډزو سره په شهادت رسولي.