0009990990990900

د ډیورند کرغیړنې کرښې اخوا څخه د ننګرهار په مربوطاتو د بریدونو د مخنیوي په موخه بشپړ نظامي چمتوالی ونیول شو

په داسې حال کې چې د پاکستان په خاوره کې د روزل شوو ترهګرو (داعش،وسله وال طالبان) او نورو پر وړاندې په ننګرهار کې د شاهین ۲۵ په نوم عملیات پیل شول،په یو وخت کې د ډیورنډ کرغېړنې کرښې اخوا څخه د دغه ولایت په لعلپورې ولسوالۍ د درنو وسلو بریدونه پیل شول او همدا راز د تورخم لویه یې د مسافرینو د تګ راتګ پر مخ وتړله .
تر دا مهاله په لعلپورې ولسوالۍ د ۴ سوو څخه زیات توغندي را توغول شوي،چې له امله یې د ۳ سوو څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي،څلور ګلالي کوچني ماشومان ټپیان شوي دي .
که څه هم ولایت مقام د یادو بریدونو له امله د زیانمنو کورنیو سره د مرستې په موخه لعلپورې ولسوالۍ او تورخم ښارګوټې ته مجهز پلاوي واستول،خو لا هم زیات اوښتې ځاني او مالي زیانونه ندي روښانه شوي .
د یادو بریدونو د مخنیوي په موخه ولایت مقام وخت په وخت مرکز سره معلومات شریک کړي،ترڅو د دیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې یاده نظامي ستونزه حل او د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ ولسونه د ستونزو څخه وژغورل شي.
د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا په غونډه کې د ډیورنډ کرغېړنې کرښې اخوا څخه د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو د بریدونو د مخنیوي په موخه بشپړ نظامي چمتوالی ونیول شو.
ننګرهار والي ګلاب منګل وویل،د ډیورنډ کرغېړنې کرښې اخوا څخه د بریدونو له امله د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
هغه زیاته کړه،که څه هم هېوادوال او امنیتي قواوې د بریدونو د مخینوي په موخه په مېړانې سره چمتوالی لري،خو ولایت مقام هڅه کوي،ترڅو یاده ستونزه په مرکز کې د دیپلوماتیکو لارو چارو څخه حل شي .
د دغه ناستې پر مهال امنیتي منسوبینو سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ته ډاډ ورکړ،چې د ډیورند کرغیړنې کرښې اخوا څخه د ننګرهار په مربوطاتو د بریدونو د مخنیوي په موخه بشپړ نظامي چمتوالی لري او هر مهال چې ورته لارښوونه وشي،پخپلو برخو کې اجرائت ترسره کړي .