11112

په ننګرهار ولایت کی شپږویشت تنه ملکي وګړي د داعش له منګولو آزاد شول

د ننګرهار ولایت په هسکه مینه او کوټ ولسوالیو کې د تېرو څلرويشت ساعتونو په ترڅ کې د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې ۲۶ تنه ملکي وګړي د داعش له منګولو ازاد شول، پنځه داعش وژل شوي او څلور نور ژوندي نیول شوي دي .
د هسکې مینې ولسوالۍ په پاپین سیمه کې د شاهین ۲۵ پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې له لورې په بېلابېلو وختونو کې نیول شوي ۲۶ملکي وګړي د دوی له منګولو ازاد شوي،چې یو شمېر یې خپلو کورونو ته هم تللي دي .
همدا راز د یادې ولسوالۍ په کوټ وال سیمه کې هم عملیات ترسره شوي،چې د داعش ډلې څلور مهم غړي ژوندي نیول شوي دي .
په همدې حال کې د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځمکنو او هوایي بریدونو په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي،چې درې تنه یې بهرنیان دي .
د دې بریدونو پر مهال د داعش یو میل دهشکه هم لمنځه تللې ده .
په دغه عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی .