15781358_1045372518941411_8769794011105118020_n

په ننګرهارکی د یو قوماندان په ګډون یوولس داعش وسله وال ووژل شول

د ننګرهار ولایت په هسکه مینه او کوټ ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د ځمکنیو او هوایي بریدونو په ترڅ کې د یو قوماندان په ګډون ۱۱ داعش وسله وال ووژل شول .
د کوټ ولسوالۍ په سې پای سیمه کې د سمیع الله په نوم د داعش ډلې یو قوماندان په ګډون
۷ تنه غړي وژل شوي او د دوی یو میل دهشکه،وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي .
همدا راز د هسکې مینې ولسوالۍ په ګورګرۍ سیمه کې هم د پیل شوو شاهین
۲۵ عملیاتو په ترڅ کې څلور داعش وسله وال وژل شوي .
په ترسره شوو بریدونو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینوته کوم زیان نه دی اوښتی .