16649302_806400039508554_2511679429656664570_n

د داعش او وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسؤلینو په ګډون ۱۲ تنه په جلال اباد ښار کی ونیول شول

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې ګډو کورنیو ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د داعش او وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسؤلینو په ګډون ۱۲ تنه نیول شوي دي .
امنیتي منسوبینو د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیې سیمه کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسؤل د ۷ نورو شکمنو کسانو سره یو ځای ژوندی نیولی،همدا راز د جلال اباد ښار په دریمې ناحیې سیمه کې یو تن د داعش ډلې سره د تړاو په تور د دوو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیولی دی .
په همدې حال کې امنیتي مؤظفینو د جلال اباد ښار په مولوي خالص فامیلو سیمه کې د وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسؤل د یو میل کلاشینکوف،څلور عدده شاژرونو، یو پایه کمپیوټر او قاب دوربین سره یو ځای ژوندی نیولی دی .
نیول شوي کسان د څېړنو په موخه اړونده ارګانونو سره ته ور پېژندل شوي دي.