images

په ننګرهارولایت کی ۲۴ کسان چی دولتی ځمکه يې غصب کړې وه ونیول شول

د ننګرهار ولايت په مربوطاتو کې ۲۵ تنه د ځمکو غاصبين او ۷ تنه تر شک لاندې کسان ونيول شول.
د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ اړوند درېيم فارم په سيمه کې پوليسو ۲۴ تنه نيولي، چې دولتي ځمکه يې غصب کړې وه.
په ورته وخت کې پوليسو د کامې ولسوالۍ د ګرداب په سيمه کې هم ۵ تنه نيولي، چې په ياده سيمه کې يې دولتي ځمکه غصب کړې ده.
د دې ولايت د شيرزادو ولسوالۍ مېملې سيمه کې پوليسو د پلټنې پر مهال په يو کرولا ډوله موټر کې تر شک لاندې ۷ تنه نيولي دي او ترې پوښتنې روانې دي.
دغه راز د لومړۍ امنيتي حوزې پوليسو د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې يو تن د دوو بوتلونو الکولي مشروبات سره يو ځای نيولی دی.